نوازشریف د درملنې لپاره لندن ته لاړ
د پاکستان پخوانی وزیراعظم نواز شریف د درملنې لپاره بیګا له لاهوره لندن ته رسیدلی دی.
نواز شریف په ځانګړې الوتکه کې چې هوايي امبولانس او د عملیاتو او بېړنۍ څارنې خونه لري، لندن ته ولېږدول شو.
لندن ته په دغه سفر کښې له نواز شریف سره د هغه ورور، شهباز شریف او د ډاکترانو او نرسانو یوه ډله هم ملګرې وه.
د مسلم لیګ ن ګوند ویاند ویلي چې نواز شریف ته له پرواز مخکې ټولې ضروري دواوې ورکړ شوې وې او د ډاکترانو او نرسانو تر کلکې څارنې لاندې و.
پاکستاني رسنیو د مسلم لیګ ن د مشر شهباز شریف له قوله لیکلي چې نواز شریف په لندن کښې خپل کور ایون فیلډ اپارټمنټس ته رسیدلی دی او له درملنې او ښه کیدو وروسته به بیرته پاکستان ته ستون شي.
د ویلو ده چې د اسلام اباد سترې محکمې د اکټوبر په ۲۹مه نېټه د روغتیايي دلایلو له مخې د هغه د محاکمې پروسه دوه میاشتې وځنډوله.