د پاکستان خلکو په ناروی کښې د قرآن کریم د سپکاوي خلاف مظاهرې وکړې
(last modified Mon, 25 Nov 2019 01:26:28 GMT )
Nov 25, 2019 05:56 Asia/Kabul
  • د پاکستان خلکو په ناروی کښې د قرآن کریم د سپکاوي خلاف مظاهرې وکړې

د پاکستان زرګونه تنه خلکو په ناروی کښې د قرآن پاک او د اسلامي مقدساتو په سپکاوي باندې په اعتراض کښې پراخې مظاهرې کړې دي.

قهریدلو مظاهره چیانو پرون د ملتان په شمول د پاکستان په مختلفو ښارونو کښې د ناروی د حکومت خلاف د یولړ شعارونو په ورکولو سره د عمران خان له حکومته وغوښتل چې د دغه سپکاوي په وجه د ناوری سفیر له اسلام آباده وباسي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم د ناروی د سفیر په ورغوښتلو سره د دغه هیواد په یو ښار کښې د کلام ا... مجید په سپکاوي باندې د اسلام آباد اعتراض هغه ته ابلاغ کړ.

د پاکستان خارجه وزارت د ناروی د سفیر د ورغوښتلو په هکله وویل چې د دا ډول کارونو ترسره کول د پاکستانیانو په شمول په ټوله نړۍ کښې د یو میلیارډ او درې سوه میلیونه مسلمانانو احساسات خوږمنوي.

د ویلو ده چې په ناروی کښې SIAN نومې اسلام خلافه ډلې د دغه هیواد په کرسټیَن سینډ ښار کښې د اسلامي مقدساتو او د رسول ا... مبارک د سپکاوي ترڅنګ د قرآن کریم یوه نسخه وسوځوله.

 

ټیګونه