په ناروے کښې د اسلامي مقدساتو د سپکاوي په خلاف د پاکستان د خلقو احتجاجونه دوام لري
(last modified Sat, 30 Nov 2019 10:31:25 GMT )
Nov 30, 2019 15:01 Asia/Kabul
  • په ناروے کښې د اسلامي مقدساتو د سپکاوي په خلاف د پاکستان د خلقو احتجاجونه دوام لري

په زرګونو پاکستانيانو يو ځل بيا په ناروے کښې د قرآن مجيد او اسلامي مقدساتو د سپکاوي په خلاف احتجاجي مظاهرې وکړې.

د ايرنا د رپوټ له مخې مظاهره کونکو په دغو مظاهرو کښې چې پرون د لاهور، کراچۍ، راولپنډۍ او پېښور په شمول د دغه هېواد په مختلقو ښارونو کښې اوشوې د نعرو په وهلو سره  له اسلام اباده د ناروے د سفير د وېستلو او له دغه هېواده د پاکستان د سفير د رابللو او له ناروے سره د سفارتي تعلقاتو د ختمولو غوښتنه وکړه.

مظاهره کونکو همدارنګ د پاکستان له حکومته وغوښتل چې له اسلام دښمنۍ سره د مقابلې او د اسلام او مسلمانانو په خلاف د تندلاريتوب له جعلی منصوبو سره د مبارزې لپاره دې په ټولو نړيوالو ټولنو کښې خپل ټول کوششونه وکاروي.

د پاکستان د وحدت مسلمين عمومي سېکتر علامه ناصر عباس جعفري او د دغه هېواد شيعه ملت قائد علامه سيد ساجد علي نقوي هم په بيله بيلو پېغامونو کښې په ناروے کښې د قرآن مجيد د بې حرمتۍ په غندلو سره د اسلام په خلاف د دا ډول دسيسو په وړاندې د مسلمانانو او اسلامي حکومتونو په يووالي تاکيد وکړ.

 

 

ټیګونه