له افغانستان سره په پوله کښې چاودنې پاکستاني عسکرو ته مرګ ژوبله اورسوله
(last modified Fri, 20 Dec 2019 10:38:39 GMT )
Dec 20, 2019 15:08 Asia/Kabul
  • له افغانستان سره په پوله کښې چاودنې پاکستاني عسکرو ته  مرګ ژوبله اورسوله

د پاکسان او افغانستان په پوله کښې د ريموټ کنټرول بم د چاودنې له امله پينځه تنه پاکستاني عسکر مړۀ او ژوبل شول.

زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د پاکستان د فوځ  عمومي تعلقاتو د ډيورېنډ په نامه د پاکستان او افغانستان له پولې سره نزدې د لنډي کوتل کنډاو سر سيمه کښې د چاودنې خبر ورکړ.

په دغه چاودنه کښې چې له لرې کنټرولېدنکي بم په ذريعې سره اوشوه لانس نائک تقدير علي اورکزۍ نومې يو  پاکستاني عسکر ووژل شو او څلور تنه نور ژوبل شول. د رپوټ له مخې دا چاودنه هغه وخت رامنځته شوه چې پاکستاني فوځيان له افغانستان سره په پوله کښې د ازغن تار په راکښلو بوخت وو.

د پاکستان فوځ له دې مخکې د دغه هېواد خاورې ته د افغانستان له پولې څخه د ترهه ګرو د تګ راتګ له زياتېدو څخه د اندېښنې په څرګندولو سره تر اوسه له افغانستان سره د 2575 کيلوميټري پولې څخه په تقريباً اتيا فيصده پوله کښې ازغن تار راکښلے دے.

 

ټیګونه