پاکستان له کورونا سره د مبارزې په موخه د سارک د راژوندي کولو هڅه کوي
د پاکستان حکومت د کورونا وایرس د خوریدو د ګواښ په لړ کښې د "سارک" SAARC په نامه د سویلي آسیا د ملګرتیاؤ د اتحادې له غړو سره د صلاح مشورې لپاره د خپل چمتووالي خبر ورکړ.
د پاکستان حکومت د کورونا وایرس د خوریدو د ګواښ په لړ کښې د "سارک" SAARC په نامه د سویلي آسیا د ملګرتیاؤ د اتحادې له غړو سره د صلاح مشورې لپاره د خپل چمتووالي خبر ورکړ.
د پاکستان د خارجه وزارت ویاندې عایشه فاروقي پرون وویل چې د کورونا وایرس د خپریدو له خطر سره مقابله په سیمه ایزه او نړیواله سویه غږملو هلوځلو ته ضرورت لري.
د پاکستان دا اقدام په داسې حال کښې دی چې سارک تنظیم تل د اسلام آباد او نوې ډیلي د پخوانیو اختلافاتو تر تاثیر لاندې پاتې شوی دی.
میرمن فاروقي وویل: د پاکستان د روغتیا وزیر د کورونا د کړکیچ د څیړنې لپاره د سارک له غړو سره صلاح مشورو او د ویډیو کانفرنس ترسره کولو ته تیار دی.
د سویلي آسیا د سیمه ایزو ملګرتیاؤ اتحادیه یا "سارک" SAARC د دغې سیمې له اتو هیوادونو جوړ یو سیاسي او اقتصادي سازمان دی چې د اغیزشیندنې ساحه یې له بل هر سیمه ایز سازمانه زیاته ده.