پاکستان د ایران پرضد دبندیزونو د ختمیدا غوښتنه وکړه
(last modified Wed, 25 Mar 2020 02:57:12 GMT )
Mar 25, 2020 07:27 Asia/Kabul
  • پاکستان د ایران پرضد دبندیزونو د ختمیدا غوښتنه وکړه

زمونږ خبریال وايي د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د فرانسې او د اسپانیا له خارجه وزیرانو سره په جلا جلا ټیلي فوني تماسونو کښې د ایران پرضد د امریکا د یواړخیزه بایکاټونو د لغو کیدا په ضرورت ټینګار وکړ .

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې (۱) بیانیې کښې وویل خارجه وزیر شاه محمود قریشي پرون د فرانسې او د اسپانیا د بهرنیو چارو له وزیرانو سره په ټیلي فوني خبرو کښې وویل د ایران پرضد د امریکا اقتصادي بندیزونه باید سمدستي لغو شي چې ایران وکولای شي له کورونا وایروس سره د  مبارزې لپاره له مخکې څخه لا اغیز شیندونکي اقدام وکړي .

د فرانسې خارجه وزیر ژان ایو لوډریان هم په دغه ټیلي فوني تماس کښې په دې خبرې ټینګار سره چې کورونا وایروس یو(۱) نړیوال چیلنج دی وویل د ایران پرضد د بایکاټونو د لغو کیدا موضوع او مخ په ودې هیواد کښې د دغه نړیوال کړکیچ له کبله د رامینځته شویو اقتصادي مشکلاتو په هکله به د شل(۲۰) ډلې په راتلونکي  غونډې کښې غور وشي .

د پاکستان خارجه وزیر  شاه محمود قریشي په دوشنبې ورځ د جنوبي اسیا د سیمه ییزې ملګرتیا موسسې سارک  د غړیو هیوادونو له چارواکو سره په ټیلي فوني تماسونو کښې د ایران پرضد د امریکا د یواړخیزه بایکاټونو دختمیدا غوښتنه کړي وه .

له دې مخکې د روسیې او د چین چارواکو هم په ځلونو د ایران پرضد د امریکا د ظالمانه بندیزونو د ختمیدا غوښتنه کړي وه .

 

ټیګونه