په افغانستان،پاکستان کې په کروناککړتیا او قربانیان ئې نورهم زیات شوي
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان خبرداری ورکړی ،که ددغه هیواد خلک د کرونا ویروس په پيزواني کولو کې بې احتیاطي وکړي ،نو دپاکستان دسلامتیا نظام به ددغه ویروس په وړاندې دلازیات مقاومت توان ونه لري .
زمونږخبریال له اسلام اباده راپور راکړ د پاکستان د روغتیاوزارت نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره وئيلي دي ، په تیرو ۲۴ساعتونو کې په دغه هیواد کې په کرونا ویروس ککړ کابو پنځه سوه موردونه پيژندل شوي دي .
د پاکستان د حکومت د رسمي احصایو په اساس ، په دغه هیواد کې تر نن سهار پورې په کرونا ویروس دککړو کسانو شمیر شپږزره پنځه سوه پنځه تنه اعلان شوی په داسې حال کې چې په تیر شواروز کې د اوس قربانیانو په زیاتیدا سره په دغه هیواد کې دکرونا قربانیانو شمیر یوسل څلورویشت تنو ته زیات شوی دی .
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان خبرداری ورکړی ،که ددغه هیواد خلک د کرونا ویروس په پيزواني کولو کې بې احتیاطي وکړي ،نو دپاکستان دسلامتیا نظام به ددغه ویروس په وړاندې دلازیات مقاومت توان ونه لري .
همداراز د افغانستان د روغتیائي چارو وزارت هم دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلي دي په دغه هیواد کې په کرونا ویروس د ککړو کسانو شمیر اوه سوه څلور اتیا کسانو ته رسیدلی او د قربانیانو شمیر هم ۲۹تنو ته رسیدلی دی .
داپه داسې حال کې دي چې د افغانستان ولسمشر هم وئيلي دي د کرونا ویروس د پيزواني کولو لپاره درست داخلی توانمنۍ کاروي چې البته له دغې سپیرې بلا سره د افغانستان داخلی توانمنۍ په یوازې سره دمبارزې وس نه لري