افغانستان او پاکستان کښې په کورونا د ککړو کسانو شمیر زیات شوی دی
(last modified Tue, 12 May 2020 03:17:17 GMT )
May 12, 2020 07:47 Asia/Kabul
  • افغانستان او پاکستان کښې په کورونا د ککړو کسانو شمیر زیات شوی دی

د افغانستان د روغتیا او درملنې د چارو وزارت پرون وویل: په تیر شواروز کښې په هیواد کښې د کوویډ-۱۹ ناروغۍ ۲۸۵ نوي بیماران پیژندل شوې دي.

له کابله زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې د افغانستان د روغتیا وزارت د بهداشتي خدماتو مرستیال وحید مجروح وویل چې د کرونا د ۲۸۵ نورو ناروغانو په معلومیدو سره په دغه هیواد کښې په کرونا وایرس د ککړو کسانو ټول شمیر څلور زره، شپږ سوه او اووه اتیا تنو ته ورسید.

هغه زیاته کړه چې په تیر شواروز کښې په افغانستان کښې د کوویډ نولس دوو ناروغانو ساه ورکړې چې ورسره د دغې ناروغۍ له امله د وژل شویو شمیر ۱۲۲ کسانو ته ورسید.

د افغانستان د روغتیا وزارت مرستیال یوځل بیا خبرداری ورکړ چې د کرونا ګواښ او خطر لاهم جدي دی او خلک دې ورته بې پامي نه کوي.

په عین حال کښې د پاکستان د روغتیا وزارت هم په دغه هیواد کښې په کرونا وایرس د ککړو کسانو د شمیر د زیاتیدو خبر ورکړ.

رارسیدلي رپورټونه وايي چې په پاکستان کښې په کرونا د ککړو کسانو وروستی او رسمي شمیر ۳۰ زره او ۹۴۱ تنه دی.

کرونا وایرس هم داشان د پاکستان په مختلفو سیمو کښې د ۶۶۷ کسانو د مړینې سبب ګرځیدلې دی او په دې منځومان کښې پنجاب صوبه ترټولو زیات کرونايي ناروغان لري.

خو سره له دې د پاکستان حکومت تر عمومي دباؤ لاندې او د سوداګرو د بیابیا اعتراضونو په ځواب کښې په مختلفو ښارونو کښې په محدوده توګه د اقتصادي فعالیت د اجازې ورکولو ته مجبور شوی دی.

د پاکستان حکومت هم داشان د کرونا له خپریدو وروسته د دغه هیواد د پارلیمان د وړومنۍ غونډې د ترسره کیدو خبر هم ورکړ.

 

ټیګونه