په هند او پاکستان کې په کرونا د اخته کسانو شمېر مخ په زیاتېدو دی
(last modified Tue, 12 May 2020 09:20:07 GMT )
May 12, 2020 13:50 Asia/Kabul
  • په هند او پاکستان کې په کرونا د اخته کسانو شمېر مخ په زیاتېدو دی

په هند او پاکستان کې په کرونا باندې د اخته کسانو او د دې مرض د امله د مړو شمېر مخ په زیاتېدو دی.

په پاکستان کې د روغتیایی سرچینو په حواله، په دې هیواد کې په کرونا ویروس باندې د یو زرو ۱۴۰ نوی کسانو په اخته کېدو سره پاکستان کې  د ناروغانو ټوټل شمېر تر ۳۲ زره اوښتي دي.

په تېرو څلورویشتو ساعتونو کې د ۳۹ ناروغانو په مړیني سره د مړو ټوټل شمېر ۷۰۶ تنو ته رسېدلي او تر ۸ زره زیاتو ناروغانو هم خپله سلامتي تر لاسه کړې ده.

د هند د روغتیایي چارو وزارت اعلان وکړ: په کرونا ویروس باندې د اخته کسانو شمېر تر ۷۰ زره اوښتی او تر ۲۲ زره زیاتو ناروغانو هم خپله سلامتی تر لاسه کړې ده.

د اکرونا د امله د مړو شمېر په هند کې ۲ زره او ۲۹۳ تنو ته رسېدلي دي.

 

ټیګونه