بلوچستان کښې ترهګرو پر پاکستاني پوله ساتونکو برید کړی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i91739-بلوچستان_کښې_ترهګرو_پر_پاکستاني_پوله_ساتونکو_برید_کړی
د پاکستان په بلوچستان صوبه کښې د ترهګرو په حمله کښې د پاکستان یو سرحدي ځواک وژل شوی دی.
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
Jul 26, 2020 00:45 Asia/Kabul
  • فایل فوټو
    فایل فوټو

د پاکستان په بلوچستان صوبه کښې د ترهګرو په حمله کښې د پاکستان یو سرحدي ځواک وژل شوی دی.

د پاکستان په بلوچستان صوبه کښې د ترهګرو په حمله کښې د پاکستان یو سرحدي ځواک وژل شوی دی.

د پاکستان پوځ په یوه خبرپاڼه کښې وویل چې ترهګرو پرون په بلوچستان صوبه کښې په تربت سیمې کښې د دغه هیواد پر پوله ساتو ځواکونو حمله وکړه چې له امله یې یو سرحد ساتونکی عسکر مړ او درې نور زخمي شوي دي.

د پاکستان د سرحدي ځواکونو په ځوابي ډزو سره دغه حمله شنډه شوه او ترهګر تیښتې ته مجبور شول خو د هغوي د احتمالي مرګ ژوبلې په اړه کوم کره معلومات نه دي خپاره شوي.