په پاکستان کې کرونائي بحران جدی ګواښونه رامینځة کوي
(last modified Tue, 20 Oct 2020 09:29:20 GMT )
Oct 20, 2020 13:59 Asia/Kabul
  • په پاکستان کې کرونائي بحران جدی ګواښونه رامینځة کوي

په پاکستان کې په تیر شواروز کې په کرونا ویروس ککړو دولس تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او له دوي سره په درست پاکستان کې د کرونائي قربانیانو شمیر شپږ زره شپږ سوه دوه اویا تنو ته زیات شوی دی .

 زمونږخبریال له اسلام اباده راپور راکړی ، د پآکستان د پلانونې وزیر  او د حکومت له کرونائي بحران سره د مقابلې دکمیشن مشر  اسد عمر له کوویډ-۱۹ ډوله ناروغۍ یه هماغه  کرونا ویروس  سره   اړونده پروټوکولونو ته د پابندۍ نه کولو  د جدي نتیجو په باب  خبرداری ورکړی .

  اسد عمر  پخپل ټولنیز پیغام کې وئيلي دي ، په تیرې اونۍ کې د کرونائي قربانیانو  اندازه  په متوسط  ډول دولس تنه  وه چې دغه احصائې د تیرو اونیو په نسبت  یو سل څلویښت فی صدي زیاتې شوي دي .

 د پاکستان  د حکومت دغه لوړپوړي  چارواکي  زیاته کړې ،  روغتیائي پروټوکولونو ته  بې پامي ا و  نه رعایتولو ئې ستره تیروتنه ده چې  مونږ ئې کوو  او دم ګړۍ  ئې د جدي او خطرناکو نتیجو کتونکي هم یوو او که  خپله اوسنۍ لاره بدله نه کړو ،نو  هم به ژوند او هم به اقتصاد  له لاسه ورکړو . 

 دا په داسې حال کې دي چې  په پاکستان کې په تیر شواروز کې  په کرونا ویروس ککړو  دولس  تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او له دوي سره په  درست پاکستان کې د کرونائي قربانیانو شمیر  شپږ زره شپږ سوه دوه  اویا تنو ته زیات شوی دی .

 همداراز  په تیرو ۲۴ساعتونو کې په پاکستان کې په کرونا ویروس ککړ نور شپږ سوه پنځه ویشت تنه پیژندل شوي  چې له دوي سره په درست پاکستان کې تر دې دمه  په کرونا ویروس د ککړو کسانو شمیر  درې لکه څلورویشت زره تنو ته رسیدلی  دی .

Image Caption
Image Caption

 

ټیګونه