پاکستان د امریکا له نوي حکومت سره ملګرتیا ته چمتو دی
(last modified Sun, 08 Nov 2020 06:11:44 GMT )
Nov 08, 2020 10:41 Asia/Kabul
  • پاکستان د امریکا له نوي حکومت سره ملګرتیا ته چمتو دی

ایرنا خبري اژانس وايي د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د ډیموکراټ ګوند د کاندید جوبایډن د بریالیتوب په هکله هغه ته مبارکي وویله او د افغانستان او د سیمې د سولې د بهیر په هکله د واشنګټن له نوي حکومت سره د ملګرتیا لپاره یې چمتووالی اعلان کړ .

عمران خان وویل د پاکستان حکومت په افغانستان او سیمه کښې د سولې د ټینګولو لپاره د امریکا له منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره خپلې ملګرتیا ته دوام ورکوي .

د پاکستان د پراختیا او د پلانونې وزیر« اسد عمر »هم د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د ډیموکراټ ګوند د کاندید جوبایډن په بریالیتوب باندې هغه ته مبارکي ورکړه او هیله یې وکړه چې نوی ولسمشر له خپلو اختیاراتو په استفادې سره په دنیا او په تیره بیا په سیمه کښې د سولې له رامینځته کولو سره مرسته وکړي .

د پاکستان رسنیو له تیرو څو ساعتونو او د امریکا د نوي ولسمشر په توګه د جوبایډن د بریالیتوب له اعلانیدا سره په یووخت هغه  په امریکا کښې د اعصابو د جنګ ختمیدل وباله او ویې وویل د امریکا خلکو په ټرمپ باندې جوبایډن ته ترجیح ورکړ .

جوبایډن د امریکا د اوسني ولسمشر ټرمپ په وړاندې چې یوازې دوه سوه څوارلس (۲۱۴) الیکټرول رایې یې ترلاسه کړي دي د دوه سوه نوي (۲۹۰) الیکټرول رایو په ترلاسه کولو سره د دغه هیواد د شپږڅلویښتم (۴۶) ولسمشر په توګه انتخاب شو او میرمن کاملا هریس(Kamala Harris) هم د لومړۍ میرمنې په توګه د هغه د مرستیالې په توګه غوره شوه .

 

ټیګونه