اسلام آباد کښې د علامه اقبال د افکارو په هکله نړیواله غونډه وشوه
(last modified Fri, 27 Nov 2020 03:27:18 GMT )
Nov 27, 2020 07:57 Asia/Kabul
  • اسلام آباد کښې د علامه اقبال د افکارو په هکله نړیواله غونډه وشوه

د علامه محمد اقبال لاهوري د افکارو د څیړنې نړیوال کانفرنس د پاکستان د پلازمینې اسلام آباد د بحریه پوهنتون په کوربه توب ترسره شو.

ایرنا خبري آژانس لیکلي دي چې د اقبال په افکارو کښې د اسلامي وحدت او یووالي اهمیت د دغې غونډې یو اصلي چورلیز و.

په دغه کانفرنس کښې په اسلام آباد کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر وویل: د علامه اقبال معرفي او اسلامي ټولنو ته د هغه د وحدت رامینځته کونکو پیغامونو رسول د ننۍ ټولنې یو ضرورت دی.

د دغې غونډې د ځانګړي میلمه په توګه د پاکستان د سمندري ځواک قومندان ایډمرل امجد نیازي هم د وحدت موضوع نن سبا د اسلامي امت مهم ضرورت وباله او د اسلامي ولسونو ترمینځ د یووالي د دودولو لپاره د علامه اقبال له افکارو پر ګټه پورته کولو په تیره بیا د ځوان نسل له خوا د اقبال د پیغام د پیروۍ پر اهمیت یې ټینګار وکړ.

علامه محمد اقبال چې په ۱۳۱۷ لمریز کال کښې وفات شوی دی، د پاکستان هغه ستر شاعر، فلاسفر، متفکر او سیاستوال و چې په اردو او فارسي ژبو یې ډیر شعرونه ویلي دي.

هغه د پاکستان ملي یا قومي شاعر دی.

 

ټیګونه