د شل اوریزو نړیوالو لوبو په تاریخ کې د تر ټولو کمو منډو جوړلو ریکارډ شو
د کرکټ د شل اوریزو لوبو په نړۍ کې په لس منډو د یوې لوبډلې سوزیدو او په دوه توپونو یاد هدف پوره کولو له امله نړیوال ریکارډ جوړ شو.

د 2023 کال د فبروري په 26، د انګلستان نیمه خپلواکه سیمې ایل اف د کرکټ ملي لوبډله د اسپانیا هېواد پر وړاندې په یوې شل اوریزه لوبه کې یواځې په لس منډو وسوزیده او مقابل لوبډلې یاد هدف یواځې په دوه توپونو پوره کړ چې په دې سره د یوې نړیوالې لوبډلې لخوا د کمو منډو او په لږو توپونو د هدف پوره کولو دوه نړیوال ریکارډونه جوړ شول.
دغه سیالۍ چې د هسپانیا په کارټاجینا سیمه کې ترسره کیږي، د دواړو لوبډلو ترمنځ پنځمه شل اوریزه لوبه وه چې ټولې یې هسپانیه ګټلي دي.
تر دې وړاندې د اسټرالیا په بیګ باش لیګ کې سیډني تندرز لوبډله په ۱۵ منډو سوزیدلې وه.