پاکستان د افغانستان پر وړاندې د لوبو لپاره عمرګل د توپ اچوونې روزونکی وټاکه
د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی او د افغانستان د توپ اچوونې پخوانی روزونکی عمر ګل د پاکستان کرکټ بورډ له لورې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شل اوریزو لوبو د سریز لپاره د توپ اچوونې روزونکي په توګه ټاکلی.

دوی محمد یوسف د توپ وهونې د روزونکي په توګه له ځان سره ساتلی، خو عبدالرحمن یې د مشر روزونکي په توګه ټاکلی دی.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د مارچ په ۲۴مه، ۲۶مه او ۲۷مه نیټه په شارجه لوبغالي کې درې شل اوریزې سیالۍ ترسره کیږي.