د شل اوریزو لوبو د توپ اچوونکو په تازه درجه بندۍ کې راشد خان لومړی مقام خپل کړی
(last modified Wed, 29 Mar 2023 11:04:04 GMT )
Mar 29, 2023 15:34 Asia/Kabul
  • د شل اوریزو لوبو د توپ اچوونکو په تازه درجه بندۍ کې راشد خان لومړی مقام خپل کړی

د کرکټ نړیوالې شورا له لورې د شل اوریزو لوبو تازه درجه بندۍ اعلان شوي چې د افغانستان راشد خان په توپ اچوونکو کې لومړی، د هندوستان سوریا کمار د توپ وهونکو په درجه بندۍ کې لومړۍ او د بنګلدیش شکیب الحسن د الرونډرانو په درجه بندۍ کې لومړي مقامونه خپل کړي.

د شل اوریزو لوبو د توپ اچوونکو په تازه درجه بندۍ کې راشد خان لومړی مقام خپل کړی

د کرکټ نړیوالې شورا له لورې د شل اوریزو لوبو تازه درجه بندۍ اعلان شوي چې د افغانستان راشد خان په توپ اچوونکو کې لومړی، د هندوستان سوریا کمار د توپ وهونکو په درجه بندۍ کې لومړۍ او د بنګلدیش شکیب الحسن د الرونډرانو په درجه بندۍ کې لومړي مقامونه خپل کړي.

د توپ اچوونکو په درجه بندۍ کې د افغانستان تیز توپ اچوونکي فضل الحق فاروقي درېیم او د دغه هېواد ورو توپ اچوونکی مجیب الرحمن ځدران اووم مقامونه خپل کړي دي، خو د توپ اچوونکو په لس غوره لوبغاړو کې د پاکستان هیڅ لوبغاړی شتون نلري.

په همدې حال کې د توپ وهوونکو په درجه بندۍ کې د پاکستان محمد رضوان دویم مقام خپل کړی، الرونډرانو کې د هندوستان هارډیک پانډیا دویم مقام خپل کړی.

د یوه ورځنیو لوبو په تازه درجه بندیو کې د توپ وهونکو په فهرست کې د پاکستان بابر اعظم لومړی او د توپ اچوونکو په درجه بندۍ کې د استرالیا توپ اچوونکی جوش هیزل ووډ لومړی مقامونه لري.

 

ټیګونه