له افغانستان څخه بهر افغان لوبغاړي د پاریس په المپیک لوبو کې د ګډون حق غواړي
په افغانستان کې د جمهوري نظام د ړنګېدو وروسته د بېلا بېلو لوبو ګڼ شمېر لوبغاړو هم خپل وطن پرېښودلی او اوس په بهر کې د میشت کېدو پر مهال د افغانستان په استازیتوب په پاریس کې د المپیک په لوبو کې د ګډون کولو حق ورکول غواړي.

یو شمېر افغان ښځینه لوبغاړې چې له هېواده بهر اوس ورزشي تمرینات کوي، د المپیک له نړیوالې کمېټې غواړي چې د پاریس د ۲۰۲۴ کال په المپیکي لوبو کې د دوی له ګډون څخه ملاتړ وکړي.
د وزن پورته کولو او وېلچر باسکېټبال معلوله لوبغاړې عارفه پرواني له یوه کال راهیسې په کاناډا کې ژوند کوي او وايي، په دې هېواد کې یې په خپلې وړتیا او هڅو بریالۍ شوې چې د کاناډا د وېلچر باسکېټال یوې لوبډلې ته لار ومومي.
د اېم اېم اې ورزش لوبغاړې ارزو احمدي چې یو کال مخکې له افغانستان څخه وتلې، وايي، اوس هم د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې خپل تمرینونه کوي.
نوموړې د ورزشي تمرینونو ترڅنګ د اېم اېم اې په سیالیو کې هم برخه اخیستې او د غوره لوبغاړې او طلا مډالونه یې هم ګټلي دي.
دا وايي، هیله لري چې د پاریس د ۲۰۲۴ کال په المپیکي لوبو کې چې په بېلابېلو ورزشي څانګو کې کېږي، ګډون وکړي.
دا لوبغاړې د المپیک له نړیوالې کمېټې غواړي چې د ۲۰۲۴ کال د پاریس په المپیکي لوبو کې دوی ته ګډون کولو حق ورکړي.
افغان لوبغاړې داسې مهال د پاریس په المپیکي لوبو کې د ګډون غوښتنه کوي چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې د ښځو په ورزش محدودیتونه لګولي او ښځې یې له ورزش څخه منع کړي دي.