رونالډو پرېکړه چې د النصر کلب سره خپل تړون لغوه او بېرته مادرید کلب سره یو ځای شي
(last modified Thu, 27 Apr 2023 10:18:31 GMT )
Apr 27, 2023 14:48 Asia/Kabul
  • رونالډو پرېکړه چې د النصر کلب سره خپل تړون لغوه او بېرته مادرید کلب سره یو ځای شي

د هسپانیه یوې ورځپانې ویلي چې کریټیانو رونالډو د کلتوري او ژبنیو ستونزو له امله پرېکړه کړې چې په سعودي عربستان کې کې د النصر کلب سره خپل تړون لغوه او بېرته د ماډریډ کلب لوبډلې سره یو ځای شي.

رونالډو پرېکړه چې د النصر کلب سره خپل تړون لغوه او بېرته مادرید کلب سره یو ځای شي

د هسپانیه یوې ورځپانې ویلي چې کریټیانو رونالډو د کلتوري او ژبنیو ستونزو له امله پرېکړه کړې چې په سعودي عربستان کې کې د النصر کلب سره خپل تړون لغوه او بېرته د ماډریډ کلب لوبډلې سره یو ځای شي.

رونالډو په ۲۰۰۹ څخه تر ۲۰۱۸ میلادي کاله پورې د مادریډ کلب سره د لوبغاړې په توګه لوبیده، خو تېر کال یې د النصر کلب سره د کال د ۲ سوه میلیونه ایرو د تر لاسه کولو په بدل کې له دغه کلب سره د لوبغاړي په توګه د لوبیدو هوکړه وکړه.

د فوربس مجلې د معلوماتو له مخې په ۲۰۲۲ کال کې لیونل میسي د ۱۳۰ میلیونه ډالرو کلنۍ تنخوا په تر لاسه کولو سره په کال کې د نړۍ د تر ټولو د لوړې تنخوا اخیستوونکي لوبغاړي په توګه لومړی مقام تر لاسه کړی وو.

د باسکټبال لوبغاړي لیبرون جیمز د ۱۲۱.۲ میلیونه ډالرو په کلنۍ تنخوا تر لاسه کولو دویم او رونالډو د ۱۱۵ میلیونه کلنۍ تنخوا په تر لاسه کولو کال کې د زیاتې تنخوا اخیستوونکو لوبغاړو په لیست کې درېیم مقام خپل کړی وو.

 

ټیګونه