اوروميه; د آسیا د اتلانو د والیبال کوربتوب کوي
د ایران اورومیه ښار د ۲۰۲۳ کال د اسیا د والیبال د اتلولۍ د کوربه په توګه ټاکل شوی دی.
د ایران اورومیه ښار د ۲۰۲۳ کال د اسیا د والیبال د اتلولۍ د کوربه په توګه ټاکل شوی دی.
د صدا او سما خبري آژانس د خبر له مخې، د اسیا د والیبال کنفدراسیون غونډه د اندونیزیا په ګریسک ښار کې ترسره شوه چې په کې د ایران د والیبال فدراسیون رییس محمد رضا هم ګډون کړی وو.
په دغه غونډه کې پرېکړه شوې چې د ایران ارمیا به د ۲۰۲۳ کال د اسیا د نارینه د والیبال د اتلولیو کوربه وي.
همداشان د آسیا د والیبال کنفدراسیون د مدیره هیئت په غونډه کې د ۲۰۲۵ کال د اسیا د نارینه وو د اتلولۍ، د ۲۰۲۴ کال د آسیا د نارینه وو د کلبونو د اتلولۍ او د ۲۰۲۴ کال د آسیا د ځوانانو د اتلولۍ د کوربه توب لپاره هم خپل چمتووالی اعلان کړ چې د دغه سیالیو لپاره ایران هم د کوربتوب کاندید دی.
د اسيا د نارينه وو د واليبال ٢٢مه سيالۍ به د اګسټ له ١٩مې نېټې څخه تر ٢٦مې نېټې پورې د ارميا په کوربتوب د ١٨ لوبډلو په ګډون پيل شي.