په نړیوالو سیالیو کې د ایران د پاور لفټینګ ټیم نوی ریکارډ ثبت کړ
د ایران د پاور لفټینګ د ملي ټیم غړي وکولای شول چې په نړیوالو اتلولیو کې نوی ریکارډ ثبت کړي.
په نړیوالو سیالیو کې د ایران د پاور لفټینګ ټیم نوی ریکارډ ثبت کړ
د ایران د پاور لفټینګ د ملي ټیم غړي وکولای شول چې په نړیوالو اتلولیو کې نوی ریکارډ ثبت کړي.
د ایران د پاور لفټینګ د ملي لوبډلې غړي "محمد محمدي" د ډیډ لفټ په حرکت کې په ښه کارکردګۍ او د ۳۴۵ کیلو ګرامه وزن په ثبتولو سره د نړۍ د اتلولۍ په سیالیو کې د اسیا د ډیډ لفټ ریکارډ ۴ کیلو ګرامه لوړ کړ.
د صدای سیما خبری آژانس د خبر له مخې د ایران د پاور لفټینګ ټیم بل غړي "علیرضا رضايي" هم د سکواټ په حرکت کې ۳۱۵ کیلوګرامه وزن ثبت کړ او په ب ګروپ کې لومړی مقام خپل کړ.
مهدي مفي غلامي به د ۱۲۰ کیلوګرامو په وزن کې د ایران د وروستي استازي په توګه له خپلو سیالانو سره مخامخ شي.