د نیلسن منډیلا سیالیو ته د ایران د فوټبال د ملي لوبډلې بلنه
په تهران کې د جنوبی افریقا سفیر د ایران د فوټبال فدراسیون له مشر سره په کتنه کې د نیلسن منډیلا په سیالیو کې د ګډون لپاره د ایران د فوټبال ملي لوبډلې ته بلنه ورکړه.
په تهران کې د جنوبی افریقا سفیر د ایران د فوټبال فدراسیون له مشر سره په کتنه کې د نیلسن منډیلا په سیالیو کې د ګډون لپاره د ایران د فوټبال ملي لوبډلې ته بلنه ورکړه.
د ایران د فوټبال فدراسیون مشر مهدي تاج نن (دوشنبه) په تهران کې د جنوبي افریقا له سفیر " ویکا مازوی کومالو " سره وکتل.
د فارس خبری اژانس د رپوټ له مخې دغه کتنه چې د فدراسیون په دفتر کې جوړه شوې، په ایران کې د جنوبي افریقا سفیر " ویکا مازوی کومالو " د ایران د فوټبال فدراسیون مشر مهدي تاج او د فوټبال فدراسیون د نړیوالو اړیکو سرپرست علی تارقلی زاده ګډون کړی وو.
په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستۍ د پراختيا او د سپورټ د تبادلې په اړه خبرې او د نظر یاتو تبادله وشوه.
ویکا مازوی کومالو د خبرو پر مهال د ایران د فوټبال ملي لوبډلې ته بلنه ورکړه ترڅو د نیلسن منډیلا په سیالیو کې چې په ۲۰۲۴ کال کې ترسره کیږي ګډون وکړي.
د فوټبال فدراسیون رئیس مهدي تاج د همکاریو د پراختیا په ځانګړي ډول د دوستانه سیالیو د ترسره کولو لپاره خپل چمتووالی وښوده.