د برلین په المپیک سیالیو کې د ایران د لوبغاړو بریالیتوبونه
(last modified Mon, 26 Jun 2023 07:35:53 GMT )
Jun 26, 2023 12:05 Asia/Kabul
  • د برلین په المپیک سیالیو کې د ایران د لوبغاړو بریالیتوبونه

په برلین هېواد کې د المپیک په ځانګړو سیالیو کې د ایران د معیوبینو لوبغاړي بریالی شوي چې په بېلا بېلو برخو کې نهه رنګین مډالونه وګټي.

په برلین هېواد کې د المپیک په ځانګړو سیالیو کې د ایران د معیوبینو لوبغاړي بریالی شوي چې په بېلا بېلو برخو کې نهه رنګین مډالونه وګټي.

د صد او سیما خبري اژانس د راپور له مخې؛ د المپیک د شپاړسمې دورې د ځانګړو سیالیو په لړ کې چې د جرمنی په کوربه توب پرون پای ته ورسیدې، ایراني لوبغاړو  درې د سرو زرو، یو د سپینو زرو او پنځه د برونزو مډالونه وګټل.

فاطمه حاجي سیاري او فرزانه جمشید نژاد  اوږده ټوپ یا پرش طول ایستاده په برخه کې د سرو زرو مډالونه ترلاسه کړل.

د نارینه وو په ۴۰۰ متره لامبو کې شاهو محمدي لومړی مقام خپل کړ او د سپیشل المپیک د سرو زرو مډال یې وګاټه.

د ټینس په سیالیو کې اطهره اخوین د سپینو زرو مډال وګاټه او دوهم مقام خپل کړ.

دغه راز د سل مترو په سيالۍ کې امير حسين رحماني، د ٢٠٠ مترو په سيالۍ کې امير رضا وزيري، د سل مترو او د سکی په سياليو کې مهدي خزایي او د بډمنټن په برخه کې شاهين کمیجانی د برونزو مډالونه ترلاسه کړل.

د ایران کاروان په دغو سیالیو کې له ۲۴ نارینه او ښځینه ورزشکارانو سره په ۹ لوبو کې ګډون کړی وو.

ځانګړي المپیک په نړۍ کې د رواني معلولیت لرونکو خلکو لپاره د سپورت او روزنې ملاتړ کولو ترټولو لوی سازمان دی چې په 190 هیوادونو کې فعالیت کوي.

د برلین 2023 لوبې د جون له 12 څخه د جون تر 26 پورې د آلمان په برلین کې د "ټول سره یوځای یو او موږ نه ماتېدونکي یو" تر شعار لاندې ترسره شوې.

 

ټیګونه