د ایران د والیبال ملی ټیم د هانګزو د اسیایی لوبو پای لوبې ته لاره پیدا کړه
(last modified Mon, 25 Sep 2023 09:37:10 GMT )
Sep 25, 2023 14:07 Asia/Kabul
  • د ایران د والیبال ملی ټیم د هانګزو د اسیایی لوبو پای لوبې ته لاره پیدا کړه

د ایران د والیبال ملي ټیم د قطر په وړاندې په بریا سره د هانګزو د اسیایي لوبو پای لوبې ته لاره پیدا کړه.

د ایران د والیبال ملي ټیم د قطر په وړاندې په بریا سره د هانګزو د اسیایي لوبو پای لوبې ته لاره پیدا کړه.

د ایرنا د خبر له مخې په هانګزو کې د  ۲۰۲۳ کال اسیایی لوبو نیمه پای لوبې نن (دوشنبه) په دوو لوبو سره پیل شوې چې پکې د ایران د والیبال ملی ټیم له قطر سره مخامخ شو.

په دغه لوبه کې د بهروز عطايي زده کوونکو په دریو پرله پسې سیټونو کې د ۲۵-۲۰، ۲۵-۲۰ او ۲۵-۲۲ پواینټونو سره بریا خپله کړه او د شپږم ځل لپاره یې د اسیايي لوبو پای لوبې ته لاره پیدا کړه.

په بله نیمه پای لوبه کې به د چین او جاپان ټیمونه له یو بل سره مخامخ شي او د دې لوبې ګټونکی به په فاینل کې د ایران سیال وي.

د ايران د واليبال ملي ټيم د اسيايي سياليو په دې دوره کې په يوولسم ځل ګډون کوي.

د ایران د والیبال نارینه په تیرو لسو فصلونو کې دوه د سرو زرو مډالونه (۲۰۱۴ او ۲۰۱۸)، درې ځله د سیالیو د دویم مقام ګټوونکي (۱۹۵۸، ۲۰۰۲ او ۲۰۱۰) او دریم مقام (۱۹۶۶) ګټلی دی.

 

ټیګونه