د تورې وهنې په سیالۍ کې د ایراني لوبغاړي څلورم مقام
Mar 25, 2024 14:58 Asia/Kabul
پارس ټوډی - د ایران د اسلامي جمهوریت د شمشیربازۍ یا تورې وهنې د ملي لوبډلې کپتان د نړۍ په تازه درجه بندۍ کې څلورم مقام خپل کړی دی.
د شمشیر بازۍ د نړیوال فدراسیون لخوا په تازه خپرو شویو درجه بندۍ کې د ایارن د اسلامي جمهوریت د یادې لوبې کپتان علي پاکدامن چې په یادو لوبو کې یې د برنزو مډال ګټلی وو، یو قدم پرمختګ کړی او په نړیواله کچه یې څلورم مقام خپل کړی دی.
د یادونې وړده چې د شمشیر بازۍ په نړیوالو لوبو کې د ایران ملي لوبډله اووم مقام لري.