Mar 25, 2024 15:22 Asia/Kabul
  • یوه 75 کلنه ښځه په فورټنایټ کې د شهرت ترلاسه کولو وروسته د نړۍ ترټولو مشهوره لوبغاړې شوه.

د راپور له مخې، د کت بوئی په نوم یوه ۷۵ کلنه میرمن د فورټنایټ له یوه مشهور لوبغاړي سره له یوځای کېدو وروسته د نړۍ له مشهورو لوبغاړو څخه وشمېرل شوه

دا عمر خوړلې سکاټلینډۍ میرمن ، چې د Grumpygran1948 په نوم د فورټ نایټ لوبه کوي، وروسته له هغې د دې لوبې سره مینه پیدا شوه، کله چې د هغې لمسي ورته د دې لوبې په اړه ښودنه وکړه.

د لوبې په جریان کې د Catboy مهارتونه، تبصرې او نظریات د مشهور امریکایي یوټیوبر YouTuber Cypher PK لخوا خپره شوي دي.

دا بوډا ښځه چې هره ورځ شپږ ساعته لوبه کوي، اوس د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د زرګونو مینه والو لښکر لري، او د هغې لومړنۍ "دوه نفره" لوبې له نیم میلیون څخه ډیر لیدونکي درلودل.

د يادونې وړ ده، چې دغې بوډۍ درې کاله مخکې له دې چې په ډله ييزه توګه په ژوندۍ بڼه لوبه پيل کړي، يوازې لوبه کوله.

فورټنایټ دا مهال په نړۍ کې یو له خورا مشهور ویډیو لوبو څخه ده چې د 400 میلیون څخه ډیر لوبوونکي لري.

 

ټیګونه