د سوریې پوځیانو په ترهګرو باندې بریدونه وکړل
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د سوریې پوځ د دیرالزور او د «تدمر» په خوا کښې د ترهګرو ډلو پټنځایونه تباه کړل.
د سوریې دفاع وزارت د یوې بیانیې په خپرولو سره وویل پوځ په یوشمیر کلیو او د عسکرو په اډو باندې د ترهګرو بیا بیا حملو ته په ځواب کښې په ختیځ کښې د دیرالزور په خوا او دغه راز تدمر سیمه کښې له الوتکو ، بې پایلوټه الوتکو او توپونو څخه په کار اخیستلو سره د ټروریسټانو په پټنځایونو ، اډو او تجهیزاتو باندې بریدونه وکړل او د حلب ولایت په خوا کښې یې د ټروریسټانو بې پایلوټه الوتکې تباه کړې.
د سوریې دفاع وزارت وویل حکومتي عسکرو په یوې ترهګرې ډلې چې د «درعا» په خوا کښې د پلټنې په پوستې یې د حملې نیت درلود حمله وکړه چې له کبله یې یوشمیر ټروریسټان هلاک شول او یوشمیر نور ژوبل شول.
ترهګرو ډلو په تیرې جمعې ورځ هم د سوریې په مرکز کښې د قدس لیوا د ولسي ځواکونو په بس باندې برید سره دوه ویشت کسان وژلي وو.
په سوریې کښې جنګ له دوه زره یولسم میلادي کال څخه د صهیونیسټ رژيم په ګټه د سیمې د معادلاتو د بدلولو لپاره د امریکا د سعودي عربستان او د دوې د متحدانو د ملاتړ وړ ترهګرو ډلو په پراخ یرغل سره پیل شوی و چې اوس هم دوام لري.