د ایران یوه شرکت د کورونا د تشخیص ګرځنده ماشین جوړ کړی
زمونږ خبریال وايي د ایران یوه (۱) شرکت د لومړي ځل لپاره په شلو (۲۰) ثانیو (seconds)کښې د کورونا ویروس د ناروغ کس د تشخیص د ګرځنده تصویر اخیستلو په زمینه کښې د یوه ترټولو مشهور کاریدونکي ماشین ټیکنالوژۍ مونتاژ کړه او بازار ته یې وړاندې کړه .
د ایران د ټیکنالوژۍ د یوه شرکت مدید سهیل صادقیان پرون په کورونا ویروس د ککړو کسانو د پیژندګلوۍ لپاره د انسان له سینې څخه د تصویر اخیستلو ضرورت ته په اشارې سره وویل دغه ماشین او دستګاه د طبي تجهیزاتو د غیر حکومتي ټیکنالوژۍ او د تحقیق د صندوق په مرستې سره د مونتاژ اجازه لري د لومړي ځل لپاره په ایران کښې په خپلواکه تولید بدل شوی دی .
هغه په دې خبرې سره چې په لویدیځې اسیا کښې په خپلواکه توګه د دغه ماشین جوړول ځانګړي چاره ده وویل په داسې موردونو کښې چې ناروغه کس د راډیو ګرافۍ او د سي ټي اسکین برخې ته د تلو توان نلري نو مونږ کولای شو دغه نوی ماشین د هغه د سر د پاسه تیر کړو او په څو ثانیو کښې د راډیو ګرافۍ عکس د دستګاه په مانیټور باندې ووینو .
په تیرو میاشتو کښې د ایران پرضد د امریکا ظالمانه او یواړخیزه بایکاټونه د ایران د خلکو په تیره بیبا د کورونا د ناروغانو لپاره ډیر مشکلات رامینځته کړي دي خو له دې سره سره د ایران سائینس پوهان په داخلي توان باندې تکیې کولو سره توانیدلي دي له کورونا ویروس سره د مقابلې لپاره د هیواد د ضرورت وړ طبي تجهیزات او وسائیل تولید کړي .