د فلسطین مقاومت په درستې نړۍ کې وځلید
سید حسن نصر ا.... زیاته کړې ده ، په سیف القدس جنګ کې تاریخي بدلون دا ؤ چې غزه د غزې د دفاع لپاره نه ،بلکې دقدس او دهغه د اوسیدونکو ددفاع لپاره جنګ ته وارده شوه چې په اوڅاره توګه وځلیده .
ایرناخبری اژانس راپور ورکړ ، دلبنا ند حزب ا... ولسی غورځنګ عمومی منشي سید حسن نصر ا... بیګا دلبنان دجنوب دآزادۍ دکلیزې په مناسبت د صهیونیسټي غاصب رژيم په وړاندې د فلسطین د مقاومت دبریالیتوب ،یعني د آزادۍ او مقاومت دعید مبارکي وئیلي .
حسن نصر ا... دغزې تړانګې په وروستیو شخړو کې دصهیونیسټانو په وړاندې د فلسطین د مقاومت بریالیتوب ته په اشارې سره روښانه کړې ده ، دفلسطین مقاومتي ډلې او د دوي دپوځي څانګو قوماندانان په وروستي جنګ کې دستورو په شان ځلیدلي دي .
هغه په دوام کې ددې خبرې په کولوسره چې هغه څه چې غزې د سیف القدس نومې جنګ کې وړاندې کړي، له اسرائيلي دښمن سره دجنګ په تاریخ کې ځانګړي چاره اویو تاریخي ګام ؤ ، وئیلي دي ، دسیف القدس عملیات ، یوه داسې موضوع نړۍ ته وړاندې کړه چې صهیونیسټان ئې باید درک کړي او پخپلو ارزونو دې بیا کتنه وکړي ا و پوهه دې شي ، چې په قدس اوالاقصی جومات کې تیري له نورو هرډول تیریو سره چې ئې کوي ،توپیر لري .
سید حسن نصر ا.... زیاته کړې ده ، په سیف القدس جنګ کې تاریخي بدلون دا ؤ چې غزه د غزې د دفاع لپاره نه ،بلکې دقدس او دهغه د اوسیدونکو ددفاع لپاره جنګ ته وارده شوه چې په اوڅاره توګه وځلیده .
د لبنان د حزب ا.... ولسی غورځنګ عمومی منشي پخپلې وینا کې همداراز دلبنان اوفلسطین ، عربو هیوادونو او د لبنان دجنوب دآزادولو په لاره کې د مقاومت دجبهې شهیدان، په تیره بیا شهیدا قاسم سلیماني یاد کړ او وې وئيل ، مونږ دایران د اسلامی جمهوریت او دسورئې دحکومت له مقاومته د پراخو ملاتړونو په خاطر قدرونه اومنننه کوو .
سید حسن نصر ا... ددې خبرې په کولو سره چې د ۲۰۰۰کال دبریالیتوب نتیجې سټراټژيکې وې زیاته کړې، په ۲۰۰۰کال کې دلبنان د ملت او مقاومت بریالیتوب دوستانو،دښمنان او د فلسطین موضوع او د نښتو بهیر په مختلفو سټراټژيکو لارو کې واقع کړي دي .