۱۲ ورځنې جنګ به د صهیونیسټي رژیم د ژوند پاې وګرځي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i100974-۱۲_ورځنې_جنګ_به_د_صهیونیسټي_رژیم_د_ژوند_پاې_وګرځي
په ایران کښې د فلسطین سفیر ټینګار وکړ چې تیر ۱۲ ورځنې جنګ به د صهیونیسټي رژیم د عمر خاتمه وګرځي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 30, 2021 02:53 Asia/Kabul
  • ۱۲ ورځنې جنګ به د صهیونیسټي رژیم د ژوند پاې وګرځي

په ایران کښې د فلسطین سفیر ټینګار وکړ چې تیر ۱۲ ورځنې جنګ به د صهیونیسټي رژیم د عمر خاتمه وګرځي.

په ایران کښې د فلسطین سفیر ټینګار وکړ چې تیر ۱۲ ورځنې جنګ به د صهیونیسټي رژیم د عمر خاتمه وګرځي.

په ایران کښې د فلسطین سفیر صلاح الزواوي په یوه مرکه کښې وویل: لکه څنګه چې امام خمیني(رح) د صهیونیسټي رژیم په بشپړې نابودۍ باوري و، دا ۱۲ ورځنې جنګ به د دغه رژيم د خاتمې پیلامه وګرځي.

هغه زیاته کړه چې اسلامي هیوادونه باید د فلسطین ترشا ودږریږي ځکه چې د دغو هیوادونو له ملاتړ پرته د مقاومت بریا ګرانه ده.

الزواوي له صهیونیسټي رژيم سره د ځینو هیوادونو د اړیکو د سمولو په هکله هم وویل: ټولو مسلمانو هیوادونو ته پکار دي چې د یو مسلمان هیواد په توګه د فلسطین ملاتړ ورکړي.

د ویلو ده چې صهیونیسټي رژیم د روانۍ مۍ د میاشتې په لسمه په لویدیځې غاړې او غزې کښې د فلسطینیانو خلاف یو جنګ پیل کړ خو د خپل تصور په اپوټه، د فلسطین د مقاومتي ځواکونو له سخت توغندوي ځواب سره مخامخ شو او بلآخره یې د هم دغې مۍ د میاشتې په ۲۱ نیټه د مقاومت په وړاندې د صهیونیسټي پوځ د ناتوانۍ په وجه خپل بوږنونکې تیری پاې ته ورسوه.