په یمن کې د امریکا لومړیتوب سوله نه،بلکې د جنګ دوام دی
د یمن دغه لوړپوړي چارواکي وئیلي ، په مرکزي بانک ، کارخانو باندې له حملو وروسته دخصوصي برخو په نښه کول او د بندیزونو له لارې د یمن د ملت وږي ساتل ، ستر جنګي جنایتونه دي .
المسیره ټيلیویژنی چینل راپور ورکړی، د یمن د لوړې سیاسی شورا مسئول مقام محمد علی الحوثي نن په یولړ څرګندونو کې ټينګار کړی ، امریکا په دغه هیواد کې د جنګ په دوام پسې دی او دسولې د ټينګیدا په پلمه دبندیزونو لګول ، دسولې لپاره یو خنډ دی او هیڅ ګټه هم نه لري .په یمن کې دجنګ ټاکنه د امریکا لپاره لومړیتوب دی، البته د سولې چټي او پوچې ډنډورې وهي .
د یمن دغه لوړپوړي چارواکي وئیلي ، په مرکزي بانک ، کارخانو باندې له حملو وروسته دخصوصي برخو په نښه کول او د بندیزونو له لارې د یمن د ملت وږي ساتل ، ستر جنګي جنایتونه دي .
الحوثي په دوام کې وئيلي دي ، له دغو هدفمنو پلانونو د امریکا موخه د اقتصاد تباه کول دي .
د امریکا خزانې وزارت بیګا د یمن دملی نجات حکومت په مالی تامیینولو کې د رول لوبونې په پلمه څو کسان او اورګانونه دبندیزونو لیسټ ته ورزیات کړي دي چې ښئ امریکا هیڅکله هم په یمن کې د سولې او اور بند دټينګیدا لپاره نه ،بلکې د خپلو سپیرو موخو وپرمخت بیولولپاره هڅه کوي .
له یمنه یوبل خبر دا چې عدن الغد خبری سایټ نن لیکلی دي ،دی من دجنوب دانتقالي شورا یو لوړپوړی قوماندان حیدره جبران الجعیني په المنصوره کوڅې کې له خپل کوره د وتلو په وخت د مخ پټو کسانو په لاس په ټکه وژل شوی دی . الجعدنی د ابین ولایت د الوضع ولسوالۍ یو مشهور کس او د اماراتو تر ملاتړ لاندې دیوې وسلوالې تالی څټي ډلې بنسټګر حسابید، چې د سلګونو یمن والو په وینو ئې لاسونه ککړ وو .