د ایران د خارجه وزیر ځانګړي مرستیال له بشارالاسد سره وکتل
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i102328-د_ایران_د_خارجه_وزیر_ځانګړي_مرستیال_له_بشارالاسد_سره_وکتل
په سیاسي چارو کښې د ایراه د بهرنیو چارو د وزیر ځانګړي مرستیال په دمشق کښې د سوریې له ولسمشر سره په ملاقات کښې د سوریې د سیاسي او میداني بدلونونو په هکله خبرې اترې وکړې
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 29, 2021 02:50 Asia/Kabul
  • د ایران د خارجه وزیر ځانګړي مرستیال له بشارالاسد سره وکتل

په سیاسي چارو کښې د ایراه د بهرنیو چارو د وزیر ځانګړي مرستیال په دمشق کښې د سوریې له ولسمشر سره په ملاقات کښې د سوریې د سیاسي او میداني بدلونونو په هکله خبرې اترې وکړې

په سیاسي چارو کښې د ایراه د بهرنیو چارو د وزیر ځانګړي مرستیال په دمشق کښې د سوریې له ولسمشر سره په ملاقات کښې د سوریې د سیاسي او میداني بدلونونو په هکله خبرې اترې وکړې

علي اصغر خاجي چې دمشق ته تلی دی، پرون یې د سوریې له ولسمشر بشارالاسد سره کتلي او د دوه اړخیزو اړیکو او هم داشان د انساندوستان حالت او د آستانه په بهیر کښې د ضامنو هیوادونو د راتلونکې غونډې په شمول په کورني او نړیوال ډګر کښې یې د سوریې د وروستیو سیاسي او میداني بدلونونو په هکله خبرې اترې وکړې.

هغه په روانو حالاتو کښې په تیره بیا د ایران او سوریې دواړو ولسونو خلاف د امریکې ظالمانه بندیزونو ته په پام سره د اقتصادي اړیکو پراختیا د دواړو هیوادونو مهم وړومبیتوب وباله او زیاته یې کړه: د ایران اسلامي جمهوریت به له ترهګرۍ سره د مقابلې لپاره د سوریې له حکومت او خلکو څخه خپل ملاتړ هم دغه شان جاري وساتي.

په دغې کتنې کښې د سوریې ولسمشر بشارالاسد هم له خپل هیواده د ایران د حکومت او ولس د ملاتړونو قدرونه وکړه او له ترهګرۍ سره د مبارزې او د ترهګرۍ د جرړه ایستلو لپاره د سوریې د خلکو په هوډ باندې په ټینګار سره د اساسي قانون د کمیټې د راتلونکې غونډې له ترسره کیدو سره د خپل هیواد موافقه اعلان کړه.

د ویلو ده چې د ایران مرستیال خارجه وزیر له دې مخکښې د سوریې له خارجه وزیر فیصل مقداد او ځینو نورو چارواکو سره جلاجلا ملاقاتونه او صلاح مشورې کړې وې.