د عراق په عین الاسد امریکائي پوځي کیمپ توغندوي برید شوی
آفاق خبری چینل ، الفرات ، صابرین نیوز او الاعلام المقاوم انټرنیټي سایټونو پرون ناوخته پخپلو فوري خبرونو کې لیکلي دي ،دعین الاسد په پوځي مرکز اته توغندي ویشتل شوي دي
د عراق یو شمیر رسندویو دعراق په لویدیځ الانبار ولایت کې د امریکائي ترهه ګرپوځ په عین الاسد هوائي اډې دتوغندوي برید خبر ورکړی دی .
آفاق خبری چینل ، الفرات ، صابرین نیوز او الاعلام المقاوم انټرنیټي سایټونو پرون ناوخته پخپلو فوري خبرونو کې لیکلي دي ،دعین الاسد په پوځي مرکز اته توغندي ویشتل شوي دي .
راپورښئ ځینو خبری سایټونو ددغو توغول شوو توغندیو دعکسونو په خپرولو سره وئیلی دي ، دغه اته توغندي د هیت، کبیسه له له لوړو د عین الاسد پوځي مرکز په لور توغول شوي چې وئیل کیږی ، په دوي کې څلور توغندي په مستقیم ډول د امریکائی ترهه ګرو پوځیانو پر هستوګنې ځایونو لګیدلي دي .
په عراق کې له تیر کال اوړي راهسې دامریکائي ترهه ګرو پوځیانو دکاروانونو په لارو او د دوي په پوځي مرکزونو کې بم چاودنې اوتوغندوي حملې پیل شوي چې هماغه راز دوام لري . همدااوس زما لاس ته یو خبر راورسید چې ښئ دعراق په بغداد کې د امریکا په سفارت د بې پيلوټه الوتکې حمله شوې چې وئيل کیږي ،دسفارت په پوځي برخه ئې په شیشت کې راوستې چې په ټارګت د لګیدو په وخت ورسره دفاعي سسټمونو هم مقابله کړې ده .
عراقیان دخپل پارلیمان د مصوبې په اساس چې ولسی استازو په پارلیمان کې تصویب کړې ، له خپل هیواده د امریکائي ترهه ګرو نیواکګرو له شتون سره جدي مخالف دي .