د عراق په عین الاسد امریکائي پوځي کیمپ توغندوي برید شوی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i102630-د_عراق_په_عین_الاسد_امریکائي_پوځي_کیمپ_توغندوي_برید_شوی
 آفاق خبری چینل ، الفرات ، صابرین نیوز   او  الاعلام المقاوم انټرنیټي سایټونو  پرون ناوخته پخپلو فوري خبرونو کې  لیکلي دي ،دعین الاسد په پوځي مرکز  اته توغندي ویشتل شوي دي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 06, 2021 02:56 Asia/Kabul
  • د عراق په عین الاسد امریکائي پوځي کیمپ توغندوي برید شوی

 آفاق خبری چینل ، الفرات ، صابرین نیوز   او  الاعلام المقاوم انټرنیټي سایټونو  پرون ناوخته پخپلو فوري خبرونو کې  لیکلي دي ،دعین الاسد په پوځي مرکز  اته توغندي ویشتل شوي دي

 د عراق یو شمیر رسندویو  دعراق په لویدیځ الانبار ولایت کې  د امریکائي ترهه ګرپوځ  په عین الاسد هوائي  اډې دتوغندوي برید خبر ورکړی دی .

 آفاق خبری چینل ، الفرات ، صابرین نیوز   او  الاعلام المقاوم انټرنیټي سایټونو  پرون ناوخته پخپلو فوري خبرونو کې  لیکلي دي ،دعین الاسد په پوځي مرکز  اته توغندي ویشتل شوي دي .

راپورښئ ځینو خبری سایټونو ددغو توغول شوو توغندیو دعکسونو په خپرولو سره  وئیلی دي ، دغه اته توغندي  د هیت، کبیسه  له له لوړو د عین الاسد پوځي مرکز په لور توغول شوي چې  وئیل کیږی ، په دوي کې څلور توغندي په مستقیم ډول  د امریکائی ترهه  ګرو پوځیانو پر هستوګنې ځایونو لګیدلي دي .

 په عراق کې له تیر  کال اوړي راهسې  دامریکائي ترهه ګرو پوځیانو  دکاروانونو په لارو او د دوي  په پوځي مرکزونو کې  بم چاودنې اوتوغندوي حملې پیل شوي چې هماغه راز دوام لري .  همدااوس زما لاس ته یو خبر راورسید چې ښئ  دعراق په بغداد کې د امریکا په سفارت  د بې پيلوټه الوتکې حمله شوې چې وئيل کیږي ،دسفارت په پوځي برخه ئې په شیشت  کې راوستې  چې په ټارګت د لګیدو په وخت ورسره دفاعي سسټمونو هم مقابله کړې ده .   

Image Caption

 

عراقیان دخپل پارلیمان د مصوبې په اساس چې  ولسی استازو په پارلیمان کې تصویب کړې ، له خپل هیواده د امریکائي ترهه ګرو نیواکګرو   له شتون سره  جدي مخالف دي .