د ایران د اټومي پروګرام پرضد د اسرائیلو د لومړي وزیر د جنجال جوړولو هدفونه :-
(last modified Tue, 28 Sep 2021 08:44:08 GMT )
Sep 28, 2021 13:14 Asia/Kabul
  • د ایران د اټومي پروګرام پرضد د اسرائیلو د لومړي وزیر د جنجال جوړولو هدفونه :-

د صهیونیسټ رژیم لومړي وزیر نفتالي بنت (Naftali Bennett) په تیرې دوشنبې ورځ د ملګروملتونو په عمومي ټولنې کښې د ایران د سوله ییز اټومي پروګرام پرضد د چټي تورونو په تکرارولو سره ادعا وکړه چې د ایران هدف د اټومي وسلو جوړول دي .

د نفتالي بنت په وینا کښې څو اړخیزه هدفونه موجود دي چې له بیلابیلو اړخونو د شننې او د غور وړ دي .

له هرې موضوع مخکې باید ووایو چې په اټومي موضوع کښې د ایران پرضد د صهیونیسټ رژیم د لومړي وزیر چټي خبرې  له غیر حقیقي ادعاګانو او دروغو ډکې دي .

دغه روده په حقیقت کښې یو(۱) ډول رواني جنګ دی چې د نتانیاهو د لومړي  وزارت په وخت کښې  د ایران پرضد وکارول شوه .

د اسرائیلو پخواني لومړي وزیر نتانیاهو د ملګروملتونو د عمومي اسمبلۍ په ډیرو غونډو کښې د ایران د اټومي فعالیتونو په هکله د پرله پسې دروغو ویلو په خاطر مسخره شو خو بیا یې هم دغه کار ته دوام ورکړ .

د دغه بهیر په دوام کښې معلومه شوه چې په دغه رودې له ټینګار کولو د اسرائیلو هدف د اټومي ترهګرۍ لپاره د زمینې برابرول وو چې د ډکټر محسن فخري زاده د ټرور په شمول د ایران د څو اټومي سائینس پوهانو په ټرور سره نوي پړاو ته ننوتله  او د ایران د نطنز په اټومي مرکز کښې د ورانکارۍ عملیات په همدې لړ کښې وو .

له دې زاویې باید ووایو د صهیونیسټ رژیم د لومړي وزیر نفتالي بنت یو(۱) هدف په سیمه کښې د صهیونیسټ رژیم په جنایتکارانه کړچارونو او بې ثباتۍ رامینځته کونکو سیاستونو باندې د برغولي کیښودل دي .

صهیونیسټ رژیم په دا ډول جنجال رامینځته کولوسره البته د سیمې د مسائیلو له لومړیتوب څخه د فلسطین د مسلې د حذفولو لپاره د پلان د پرمخ بیولو کوشش کوي چې د صهیونیسټانو په ګومان د دوې یوه (۱) سټراټیژۍ د مقاومت د بهیر کمزوري کول او په سیمه کښې ایران د ګواښ په توګه مطرح کول دي .

څرنګه چې څو کاله مخکې د اسرائیلو په غږملتیا سره د امریکا د پخواني ولسمشر ټرمپ د حکومت د زیات دباو سیاست هم د دغه هدف لپاره مناسبه زمینه برابره کړه او په سیمه کښې له ځینو خائنو عربو رژیمونو سره د اسرائیلو د اړیکو د عاي کیدا پلان اجرا شو .

د اسرائیلو د لومړي وزیر نفتالي بنت د چټي خبرو بل هدف د ویانا اټومي خبرو ته ورګرځي او هغه دا چې ایران د ګرم لوري او د اټومي تړون د ورانونکي  او د ویانا خبرو اترو نتیجې ته د نه رسیدا د علت په توګه وښيي .

په دې زمینه کښې د پام وړ ټکی په اټومي تړون کښې د امریکا او د اروپايي هیوادونو په شاتګ کولو د اسرائیلو د ښکاره اندیښنو څرګندول دي چې ښودنه کوي دغه پیښه د اسرائیلو له ګټو سره سمون نه خوري .

ځکه چې د دغه سناریو د جوړونې ختمیدل د اسرائیلو لپاره د سخت پړاو د شروع کیدا په معنا دی .

د اسرائیلو د  لومړي وزیر ، د امریکا او د دریو (۳) اروپايي هیوادونو د استازیو چټي خبرو ته په غبرګون کښې په ویانا کښې په نړیوالو ادارو کښې د ایران د استازي کاظم غریب ابادي څرګندونې همدغه موضوع  ته اشاره لري .

کاظم غریب ابادي وویل د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس او لویدیځ هیوادونه نشي کولای هم د اسرائیلو د ترهګرو اقداماتو په وړاندې چپتیا غوره کړي او هم  د ایران په اټومي تاسیساتو باندې د څارنې د دوام غوښتنه وکړي .

هغه وویل کله چې د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د څارنې تجهیزات د صهیونیسټ رژيم لخوا له کاره لویږي له ایران څخه باید هیله ونلري هغه د صهیونیسټ رژیم لپاره له هیڅ لګښت پرته او د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس او د ادعا کونکو هیوادونو لخوا له هیڅ ډول اقدام ترسره کیدا پرته بیانصب کړي .

په ملګروملتونو کښې د ایران دائمي استازي او سفیر مجید تخت روانچي هم د ملګروملتونو په عمومي اسمبلۍ کښې د صهیونیسټ رژیم د لومړي وزیر چټي خبرو او په نورو باندې د خپلو ګرمو د مسولیت وراچولو ته په غبرګون کښې  وویل اسرائیل په داسې حال کښې چې په سلګونو اټومي خولۍ لري د ایران د سوله ییز اټومي پروګرام په هکله هیڅ بحث نشي کولای .

هغه څه چې مسلم دي اسرائیل د جعلي کړکیچونو د  رامینځته کولو او د سیمې د ناامنه کولو کوشش کوي او دغه هدف ته د رسیدا لپاره له هرې رودې له دروغ ویلو رانیولي له ایران سره موافقې ته د رسیدا د لارې د خرابولو لپاره په امریکا او اروپايي هیوادونوو باندې د دباو له راوړلو استفاده کوي .

د اسرائیلو دغه  سیاست همدا اوس د امریکا او د اروپا لپاره ډیر لګښت لرونکی  او ډیر سرخوږی شوی دی .

 

ټیګونه