په نیواکي قدس کې په فلسطینیانو باندې د صهیونیستانو برید
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i112400-په_نیواکي_قدس_کې_په_فلسطینیانو_باندې_د_صهیونیستانو_برید
تېره شپه صهیونیستي فوځیانو یو ځلي بیا د نیواکي قدس په شیخ جراح سیمه کې د فلسطیني وګړو په کورونو برید وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 18, 2022 02:44 Asia/Kabul
  • په نیواکي قدس کې په فلسطینیانو باندې د صهیونیستانو برید

تېره شپه صهیونیستي فوځیانو یو ځلي بیا د نیواکي قدس په شیخ جراح سیمه کې د فلسطیني وګړو په کورونو برید وکړ.

په وروستیو اونیو کې د صهیونیستي ښارګوټو اوسېدونکي د دې رژیم د وحشي فوځیانو په ملاتړ په نیواکي قدس کې په ځلونو د شیخ جراح د سیمي په فلسطیني وګړو بریدونه کړي دي.

تېره شپه د اسرائیلي رژیم فوځیانو یو ځلي بیا په یاده سیمه کې په عامو فلسطیني وګړو برید کړی دی.

د اسرائیل خونړي رژیم غواړي په یادو بریدونو سره، د شیخ جراح د سیمي فلسطیني اوسېدونکي په زوره له کورونو وباسي او د هغوی ځمکې لاندې کړي.

د اسرائیل د رژیم او د صهیونیستي ښارګوټو د اوسېدونکو دغه جنایت له نړیوال غبرګون سره مخامخ شوی دی.