ایران د فلسطین د مظلوم ملت یوازینی اصلی ملاتړی دی
د فلسطین داسلامی جهاد غورځنګ عمومی منشي د فلسطین ملت او موضوع ته د عربو رژیمونو خیانتونو ته په اشارې سره ټينګار کړی،ایران د فلسطنیانو یوازینی اصلی ملاتړی دی .
العهد انټرنیټي سایټ راپور ورکړ ، د فلسطین د اسلامی مقاومتي غورځنګ حماس پشمول ، درستو ډلو ټپلو، تر دې دمه د فلسطین له مظلوم ولس څخه دایران د اسلامی جمهوریت او د لبنان دحزب ا... ولسی غورځنګ د ملاتړونو قدرونه اوستاینه کړې ده .
په راپور کې وئيل شوي دي ، دفلسطین د اسلامی جهاد غورځنګ عمومی منشي زیاد النحاله په یولړ څرګندونو کې ووئيل ، په دغو شرائطو کې چې عربی هیوادونو دفلسطین موضوع ته شا کړې ده ، او په دغې دنیا کې چې له عدالت پرته ،درست شیان پکې پیدا کیږي ، ، ایران اسلامی جمهوریت ، د فلسطین دملت ترڅنګ د ریدلی او هماغه شان ورڅخه پشتیباني اوملاتړ کوي .
النخاله همداراز له وحشي صهیونیسټي رژيم سره د ځینو عربو هیوادونو داړیکو د عادي کولو په باب هم روښانه کړه، دهغه څه په باب د صهیونیسټي پروژې په وړاندې دعربانو د ټول نظام ددړې وړې کیدا په باب رامینځةشوي دي ،ذهن ئې هیڅ تفسیر او توضیح نه لري .
داسلامی جهاد غورځنګ عمومی منشي ټينګار وکړ، عربی رژيمونه ویني ، چې د کلابند شوی فلسطینی ملت ،د دښمن په وړاندې مقاومت کولی او ورسره جنګیدلی شي .
النخاله دغه راز زیاته کړې ، د فلسطین دمقاومت د پوځي توانمنیو په باب روښانه ده چې دمونږ پوځي توانمنۍ له هغه څه سره په پرتله کې چې دښمن ئې لري ، ډيره لږه ده ، خو مونږ پر هغو مبارزانو حساب پرانیستی چې بیلګه دي او له خداي تعالی پرته له بل هیچا او هیڅ شي څخه نه ویریږي .