د سوریې په الحسکه ولایت کښې په زرګونو ټروریسټان شته
موازین نیوز راپور ورکړ د عراق د ملي امنیت سلاکار د سوریې په ختیځ کښې د امریکا د ملاتړ وړ ملیشا ډلو تر کنټرول لاندې زندانونو څخه د داعش ډلې د غړیو او د مشرانو د خوشي کولو په هکله اندیښنه څرګنده کړه .
د عراق د ملي امنیت سلاکار قاسم الاعرجي وویل د سوریې د کرد ډیموکراټ ګوند له عناصرو سره څه د پاسه دولس زره (۱۲۰۰۰) ټروریسټان شته او داعش ترهګرې ډلې هم د دغو زندانونو د ماتولو لپاره یوشمیر هڅې کړي دي دا په داسې حال کښې دي چې په دغو زندانونو کښې اکثره کسان د داعش ډلې سرغنې او مشران دي .
د عراق د ملي امنیت سلاکار قاسم الاعرجي له دې مخکې هم په ځلونو د امریکا له چارواکو او د ملګروملتونو له استازیو سره په کتنو کښې د الهول کیمپ د پروندې د حل کولو پرضرورت ټینګار کړی و او ویلي یې وو د دنیا د پنځوسو هیوادونو څه د پاسه لس زره(۱۰۰۰۰) ټروریسټان حاضردمه د سوریې په شمال ختیځ کښې په الحسکه ولایت کښې د سوریې د کرد ډیموکراټ عناصرو ( قسد) په زندانونو کښې قید دي او دغه کار د سیمې او د دنیا لپاره حقیقی ګواښ ګڼل کیږي .
د سوریې حکومت په ځلونو ټينګار کړی دی د هیواد ختیځ او شمال ختیځ کښې د امریکا ترهګر عناصر او او هغوې ته اړونده ځواکونه د سوریې د تیلو له چورتالان کولو پرته بل هیڅ هدف نلري او دوې باید له دغه سیمې ووځي .
په سوريې ، لبنان ، عراق ، افغانستان ، پاکستان او نورو ډیرو هیوادونو کښې له داعش ، القاعده او نورو په لسګونو ترهګرو ډلو سره مالي ، پوځي او استخباراتي مرستې امریکا ، بریتانیا ، سعودي عربستان ، متحده عربي امارات ، ترکیه ، اسرائیل ، اردن ، بحرین او ځینې نور عرب هیوادونه کوي .