صهیونیسټانو په غزې باندې هوايي برید وکړ
Apr 19, 2022 04:58 Asia/Kabul
د صهیونیسټي رژيم جنګي الوتکو د غزې تړانګې په جنوب کښې په خان یونس ښار او ځینو نورو سیمو باندې حمله وکړه
عرب رسنیو تیره شپه د صهیونیسټي رژیم د جنګي او بې پایلټه الوتکو له پراخو الوتنو وروسته د غزې تړانګې په سویل کښې د چاودنې د غږ د اوریدل کیدو خبر ورکړی دی.
رپورټ زیاتوي چې د اسرائیلو جنګي الوتکو د خان یونس ښار په لویدیځه برخه کښې د فلسطین د مقاومتي ډلو (القادسیه) اډه او د غزې تړانګې ځینې نورې سیمې ویشتې دي.
د فلسطین خبري سایټ هم لیکلي چې مقاومت، د دوي په اډو باندې د صهیونیسټانو د حملې په ځواب کښې څو دافع هوا توغندي توغولي دي.
ټیګونه