د سوريې د نسکورولو پلانونه ناکامه شوي دي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i116060-د_سوريې_د_نسکورولو_پلانونه_ناکامه_شوي_دي
سانا خبري اژانس وايي د سوریې د باندنیو چارو وزیر فیصل مقداد وویل د ملت د مقاومت ، د پوځ د زړورتیا او د دوستو هیوادونو د ملاتړ په مرستې سره د سوریې د حکومت د نسکورولو لپاره د لویدیځو هیوادونو او د سیمې د عربو هیوادونو ټولو پلانونو ماتي خوړلي ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 16, 2022 01:10 Asia/Kabul
  • د سوريې د نسکورولو پلانونه ناکامه شوي دي

سانا خبري اژانس وايي د سوریې د باندنیو چارو وزیر فیصل مقداد وویل د ملت د مقاومت ، د پوځ د زړورتیا او د دوستو هیوادونو د ملاتړ په مرستې سره د سوریې د حکومت د نسکورولو لپاره د لویدیځو هیوادونو او د سیمې د عربو هیوادونو ټولو پلانونو ماتي خوړلي ده .

د سوریې د بهرنیو چارو وزیر فیصل مقداد پرون د موریتانیا او د سوریې د پارلماني ورورګلوۍ د کومیټۍ له مشر «المصطفی بلاه صهیب » سره په کتنه کښې د دواړو هیوادونو د اړیکو او د سوریې پرضد د ترهګر جنګ په مقابل کښې د موریتانیا د ملت د ځلانده دریځونو د قدرونې په ترڅ کښې وویل د دغه جنګ هدف د سوریې کمزوري کول ، د مقاومت د چورلیز  او د فلسطین د موضوع له مینځه وړل او د اسرائیلو او د لویدیځو هیوادونو د ګټو تحقق و .

د سوریې خارجه وزیر ټینګار وکړ باید د عربو هیوادونو په اصلي مسلې یعني د فلسطین په موضوع تمرکز وکړو .