امریکا له سوریې څخه اوکراین ته ټروریسټان استوي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i116158-امریکا_له_سوریې_څخه_اوکراین_ته_ټروریسټان_استوي
ایسنا خبري اژانس وايي د روسیې د استخباراتو وزارت وویل امریکا له سوریې څخه اوکراین ته ټروریسټان استوي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 18, 2022 06:21 Asia/Kabul
  • امریکا له سوریې څخه اوکراین ته ټروریسټان استوي

ایسنا خبري اژانس وايي د روسیې د استخباراتو وزارت وویل امریکا له سوریې څخه اوکراین ته ټروریسټان استوي .

د روسیې د استخباراتو وزارت ایشوا کړه امریکا د داعش په شول له سوریې څخه د ترهګرو د جذبولو او په اوکراین جنګ کښې د ګډون لپاره هلته د ټروریسټانو د استولو کوشش کوي .

د روسیې استخباراتو وزارت وویل د امریکا پلوي ترهګرو ته د سوریې په التنف کښې د واشنګټن په پوځي اډې کښې پوځي روزنه ورکول کیږي .

د روسیې دغه وزارت وویل امریکا ته وفاداره پینځه سوه داعش ترهګرې او ځینې نور ټروریسټان په التنف هوايي اډې کښې په روزنې بوخت دي .

روسیې ټينګار کړی دی لومړۍ د ترهګرو ډلو ماموریت په سوریې کښې د روسیې د پوځي مرکزونو پرضد د ورانکانو عملیاتو ترسره کول وو خو امریکا اوس دغه ټروریسټان اوکراین ته د جنګ لپاره استوي .

د اوکراین جنګ اوس دریمې میاشتې ته رسیدلی دی او امریکا او ګڼ شمیر اروپايي هیوادونو کي یف ته ډول ډول پوځي وسلې او تجهیزات استولي دي چې دغه جنګ نور پسې اوږد کړي او د روسیې اقتصاد تباه کړي .

روسیې په ځلونو ټینګار کړی دی چې د اوکراین د نیولو اراده نلري .

د وسلو د استولو د پایلو په هکله د روسیې له خبرداریو سره سره امریکا هماغه راز د اوکراین د پوځي وسلو ترټولو ستر تامینونکی هیواد دی .