د ۲۰۰۰ کال بریالیتوب د لبنان ستر بریالیتوب و
ایرنا خبري اژانس وايي د لبنان د اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله مشر سید حسن نصر الله بیګا په اسرائیلو باندې بریالیتوب د «یوم الله» یوه ورځ وبلله او ویې ویل هغه بریا چې حزب الله په دوه زرم میلادي کال کښې لاس ته راوړه د لبنان د اوسمهاله تاریخ تر ټولو ستره بریا ده.
د لبنان د حزب الله غورځنګ مقاومت د دوه زرم میلادي کال د مي د میاشتې په پینځویشتمه نیټه صهیونیسټ رژیم له اتلس کلونو وروسته د لبنان له جنوب څخه شاتګ ته مجبوره کړ.
دغه ورځ په لبنان کښې د مقاومت د اختر نوم او د ازادۍ لقب ترلاسه کړی دی.
د لبنان د حزب الله مشر حسن نصر الله د صهیونیسټ رژیم له منګولو د لبنان د ازادولو د کلیزې او د مقاومت د ورځې په مناسبت په یوې وینا کښې د هغو ټولو کسانو چې له اخلاص سره سم په دغه لاره کښې یې خپل ژوند ورکړ قدرونه وکړه او ویې ویل د دوه زرم میلادي کال بریالیتوب د صهیونیسټ رژيم د ماتي د نه خوړلو ادعا غلطه ثابته کړه او د ستر اسرائیل پلان یې شنډ کړ او د فلسطین خلکو ته یې د خپلو ټاټوبو د ازادولو لپاره دوباره هیله ورکړه.
هغه د ایران د اسلامي جمهوریت د قدرونې او مننې په ترڅ کښې وویل تهران د مقاومت د ملاتړ لپاره هر ډول هڅه کړي ده.
حسن نصر الله دغه راز د مقاومت د جبهې د هدفونو پرمخ بیولو کښې د ډګر جنرال شهید قاسم سلیماني رول ډیر مهم وجاجوه.