ترکیه، د سوریې په حلب کښې د ترهګرو ملاتړ کوي
سانا خبري اژانس وايي د سوریې د حلب ولایت ګڼ شمیر وسیدونکو د خپل هیواد په خاورې باندې د ترکیې د پوځي تیري او د امن سیمې د رامینځته کولو لپاره د ترکیې پلانونه وغندل او ټینګار یې وکړ دغه ګامونه له ترهګرو ډلو د ترکیې رژیم د ملاتړ د دوام په چوکاټ کښې دي.
د ترکیې پوځ له ترهګرو سره د مبارزې په پلمه له تیرو دوه نیمو کلونو راهسې د سوریې شمال او د شمال ختیځ سیمې نیولي دي او اوس هم په دغو سیمو کښې د ترکیې یوشمیر پوځیان شته.
د سوریې د حلب سیمې وسیدونکو وویل د ترکیې د ملاتړ وړ ترهګرو ډلې حملې مونږ د سوریې د پوځ په څنګ کښې له دریدا او د خپلې خاورې په کامل ډول له ازادیدا نشي منع کولای.
د سوریې د حلب سیمې خلکو وویل د ترکیې رژیم د سوریې د ملت دوښمن دی او په سوریې کښې د ترکیې د پوځیانو شتون غیرقانوني دی او د نړیوالو قوانینو خلاف ورزۍ ګڼل کیږي.
د حلب وسیدونکو ټینګار وکړ د ترکیې تر نیواک لاندې سیمو کښې د ترکیې د رژیم ګامونه چې د ښوونې او د روزنې په برخه کښې د عربۍ ژبې د لغو کولو او د ترکیې د درسي پروګرامونو د منلو او د ترک کولو د سیاست په هدف سره ترسره کیږي د ترکیې د استعماري مقام غوښتنې ښودنه کوي.