د امریکا ائتلاف له سوریې څخه عراق ته پوځيان استولي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i120710-د_امریکا_ائتلاف_له_سوریې_څخه_عراق_ته_پوځيان_استولي
اسپوتنیک خبري اژانس وايي د امریکا ائتلاف یو پوځي کاروان د سوریې په شمال ختیځ کښې له خپلو غیرقانوني اډو څخه د عراق کردستان سیمې ته منتقل کړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 07, 2022 08:08 Asia/Kabul
  • د امریکا ائتلاف له سوریې څخه عراق ته پوځيان استولي

اسپوتنیک خبري اژانس وايي د امریکا ائتلاف یو پوځي کاروان د سوریې په شمال ختیځ کښې له خپلو غیرقانوني اډو څخه د عراق کردستان سیمې ته منتقل کړ.

امریکا د سوریې د ختیځ او د شمال ختیځ سیمو په نیولو سره هلته څه د پاسه اتویشت پوځي اډې جوړې کړي دي.

د سوریې د ځینو سیمو له نیولو د امریکا اصلي هدف د سوریې د ځمکې لاندې د سرچینو او د تیلو په غلا کولو سربیره د سوریې په دغو سیمو کښې د دائمي شتون لپاره هڅه ده.

د سوریې د حسکه  سیمې په خوا کښې ځايي سرچینو وویل د امریکا پوځ د پرله پسې دوهمې ورځې لپاره خپل یوشمیر پوځي ګاډي او پوځیان د سوریې له ختیځ سیمو څخه د عراق کردستان سیمو ته انتقال کړل.

دغو سرچینو وویل په دغه پوځي کاروان کښې د امریکا د ائتلاف څه د پاسه شل پوځي ګاډي شامل وو چې له الولید غیر قانوني لارې څخه د عراق کردستان سیمې ته انتقال شول.

د امریکا ائتلاف په تیرې دوشنبې ورځې هم خپل په لسګونو پوځي ګاډي او پوځيان د سوریې په حسکه او دیرالزور ولایتونو کښې له خپلو اډو څخه عراق ته انتقال کړي وو.

د امریکا دغه اقدام د دغو اډو پرضد د توغندوي حملو له زیاتیدا سره په یووخت ترسره کیږي.

په سوریې ،عراق او نورو ډیرو هیوادونو کښې له  داعش ، القاعده او نورو لسګونو ترهګرو ډلو سره امریکا ، بریتانیا ، فرانسه ، سعودي عربستان ، متحده عربي امارات، بحرین ، اردن ، اسرائیل او نورو عرب او اروپايي هیوادونه مالي ، پوځي او استخباراتي مرستې کوي.