څو اړخیزه ملګرتیا له چیلنجونو سره د مقابلې لاره ده
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i121422-څو_اړخیزه_ملګرتیا_له_چیلنجونو_سره_د_مقابلې_لاره_ده
الاخباریه ټیلي ويژن راپور ورکړ د سوریې د بهرنیو چارو وزیر فیصل مقداد ټینګار وکړ څو اړخیزه ملګرتیا به په نړیوالو چیلنجونو باندې د غلبۍ یوازنۍ لاره وي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 24, 2022 10:27 Asia/Kabul
  • څو اړخیزه ملګرتیا له چیلنجونو سره د مقابلې لاره ده

الاخباریه ټیلي ويژن راپور ورکړ د سوریې د بهرنیو چارو وزیر فیصل مقداد ټینګار وکړ څو اړخیزه ملګرتیا به په نړیوالو چیلنجونو باندې د غلبۍ یوازنۍ لاره وي.

فیصل مقداد  د ملګروملتونو د عمومي ټولنې د فعالیتونو په څنګ د چین او د اوه اویا ډلې د خارجه وزیرانو په شپږڅلویښتمې غونډې کښې په وینا کښې وویل څو اړخیزه ملګرتیا په نړیوالو چیلنجونو باندې د غلبې یوازنۍ لاره او د پایداره پراختیا او د  ودې د هدفونو د محقق کیدا او په پراختیا کښې د ګډون د زیاتیدا لپاره یو تضمین دی.

د سوریې د باندنیو چارو وزیر فیصل مقداد زیاته کړه سوریه هماغه راز له ترهګرۍ سره مبارزې ته دوام ورکوي او خپلې نیول شوي ځمکې به ازادې کړي او د سوریې پرضد د تپلي اقتصادي کړچار په مقابل کښې به چې د اقتصادي ترهګرۍ سویې ته رسیدلي دي ودریږي.

په سوریې کښې کړکیچ له دوه زره یولسم میلادي کال راهسې د سعودي عربستان د امریکا د متحده عربي اماراتو او د دوې د نورو ملګرو هیوادونو د ملاتړ وړ ترهګرو ډلو په پراخ یرغل سره د صهیونیسټ رژیم په ګټه د  سیمې د معادلاتو د بدلولو لپاره پیل کړی شوی دی.