د سوریې ولسمشر د کتنې لپاره د ترکیې غوښتنه رد کړه
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i124538-د_سوریې_ولسمشر_د_کتنې_لپاره_د_ترکیې_غوښتنه_رد_کړه
فارس خبري اژانس وايي د ترکیې د عدالت او د پراختیا ګوند غړي اورهان میراوغلو وویل چې سوریې د ترکیې او د سوریې د ولسمشرانو د کتنې لپاره د ترکیې غوښتنه رد کړي ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 07, 2022 02:53 Asia/Kabul
  • د سوریې ولسمشر د کتنې لپاره د ترکیې غوښتنه رد کړه

فارس خبري اژانس وايي د ترکیې د عدالت او د پراختیا ګوند غړي اورهان میراوغلو وویل چې سوریې د ترکیې او د سوریې د ولسمشرانو د کتنې لپاره د ترکیې غوښتنه رد کړي ده.

هغه ادعا وکړه سوریه اراده لري دغه کتنه د ترکیې د ولسمشرۍ له انتخاباتو وروسته وخت ته وځنډوي.

ترکیې په تیرو لسو کلونو کښې د سوریې د حکومت مخالفت کړی دی او ترکیې د سوریې پرضد جنګ کښې د ترهګرو ډلو پوره پوره پوځي ، وسله وال او لاجیسټیکي ملاتړونه کړي دي.

د سوریې د سیاسي نظام د بدلولو لپاره د عربو د ترکیې د لویدیځو  هیوادونو او د صهیونیسټ رژیم  د هڅو له ماتي خوړلو وروسته د ترکیې په شمول ځینې هیوادونه اوس له سوریې سره د اړیکو د عادي کولو کوشش کوي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تیره اونۍ له سوریې سره د خپل هیواد د اړیکو د عادي کیدا د احتمال خبر ورکړ او ویې ویل دغه مسله اصلي لیرې نه ښکاري.

ترکیه په سوریې او قفقاز سیمو کښې د ترهګرو ډلو ستره ملاتړي ده.