په شهادت غواړو عملیاتوکښې یو صهیونیسټي پوځي ووژل شو
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i127932-په_شهادت_غواړو_عملیاتوکښې_یو_صهیونیسټي_پوځي_ووژل_شو
صهیونیسټي سرچینو بیګا په قدس کښې شعفاظ کیمپ ته نزدې په شویو فدايي عملیاتو کښې د یو بل زخمي شوي پوځي د مړینې خبر ورکړی دی
(last modified 2023-02-13T22:19:36+00:00 )
Feb 14, 2023 02:47 Asia/Kabul
  • په شهادت غواړو عملیاتوکښې یو صهیونیسټي پوځي ووژل شو

صهیونیسټي سرچینو بیګا په قدس کښې شعفاظ کیمپ ته نزدې په شویو فدايي عملیاتو کښې د یو بل زخمي شوي پوځي د مړینې خبر ورکړی دی

د ایرنا د خبر له مخې، یدیعوت آحارانوت صهیونیسټي ورځپاڼې لیکلي چې قدس په شمال ختیځ کښې شعفاظ نومي کیمپ ته څیرمه د تلاشۍ په پوسټه کښې په چاقو سره په صهیونیسټي ضده عملیاتو کښې ژوبل شوی کس مړ شوی دی.

له دې مخکښې خبر رارسیدلی و چې د اسرائیلو یو پوځي تیر ماښام د تلاشۍ له یادې پوسټې سره نزدې د ډزو له امله سخت زخمي شوی دی.

رپورټ زیاتوي چې د صهیونیسټي رژیم پولیسو دیوسف ابو الهوی په نامه یو ۱۳ کلن فلسطیني ځلمی په سړې وسلې سره شوې دغې حملې کښې د لاس لرلو په تور نیولی دی.

الجزیره چینل هم خبر ورکړی چې ورته مهال د صهیونیسټي رژیم یو بل پوځي هم د خپل یو بل ملګري له خوا د استشهادي عملیاتو د ترسره کونکي د ویشتلو په وخت په تیروتنې سره لګیدلی دی او په زخمي حالت کښې روغتون ته منتقل کړی شوی دی.