په تل ابیل کې صهیونیستانو بیا ځلې مظاهرې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i128862-په_تل_ابیل_کې_صهیونیستانو_بیا_ځلې_مظاهرې_وکړې
په تل ابیب کې یو ځلې بیا صهیونیستانو د نتانیاهو له لورې د قضایي قانون له بدلون سره په مخالفت کې مظاهرې وکړې.
(last modified 2023-03-02T07:00:48+00:00 )
Mar 02, 2023 11:28 Asia/Kabul
  • په تل ابیل کې صهیونیستانو بیا ځلې مظاهرې وکړې

په تل ابیب کې یو ځلې بیا صهیونیستانو د نتانیاهو له لورې د قضایي قانون له بدلون سره په مخالفت کې مظاهرې وکړې.

صهیونیستانو د اسرائیل د رژیم په قضایي قانون کې له بدلون سره په مخالفت کې مظاهرې وکړې او د دې قانون د لغوه کېدو غوښتونکي شول.

دغه بدلون چي د نتانیاهو د کابینې له لورې د اسرائیل د رژیم په قضایي قانون کې تصویب شوی، د دې رژیم د عدلي ارګانونو واک کمیږي او د نتانیاهو د فساد تورونه نه شي تعقیبولای.

 د ایرنا له راپور سره سم، مظاهرې په تاوتریخوالو اوښتي او د صهیونیست رژیم فوځیانو د خلګو ډبولو ته مخه کړې ده چی د امله ۱۱ تنه زخمیان شوي او ۳۹ تنه نیول شوي دي.

د قضایي قانون بدلون په صهیونیست رژیم کې د ژورو اختلافاتو د رامینځ ته کېدو سبب شوی او په تیرو اونیو کې د نتانیاهو په ضد د تل ابیب، حیفا، نیواکي قدس، بئرالسبع او یو نیم نورو نیواکي ټاټوبو کې سختي مظاهرې شوي دي.