عربستان په رسندویوکې په روژې کې دمونځونوپرخپریدا بندیزولګوۀ
د عربستان د اسلامی چارو وزیر عبداللطیف آل الشیخد روژې د مبارکې میاشتې په درشل کې یوه لس ماده ایزه اعلامیه صادره کړې ده.
د عربستان د اسلامی چارو وزارت په یوې خبرتیا کې په رسندویو کې د روژې دمبارکې میاشتې د لمونځونو خپریدا ممنوع کړه.
دآل سعود رژيم سیاستونه او چلندونه داسې نسخې دي چې دعربستان ولی عهد محمد بن سلمان ئې له سنتونو څخه د واټن د اخستو او د عربستان دټولنې د ماډرنولو لپاره ترسره کوي. په حقیقت کې دسعودي ولی عهد نه یوازې دعربستان له مفتیانو او روحانیونو سره مبارزې ته مخه کړې ده ، بلکې د سعودي عربستان د ټولنې په بطن کې ئې د دین او مذهب محدودول هم تعقیبوي.
دترکیې آناتولی خبری آژانس نن راپور ورکړ،د عربستان د اسلامی چارو وزیر عبداللطیف آل الشیخد روژې د مبارکې میاشتې په درشل کې یوه لس ماده ایزه اعلامیه صادره کړې ده.
ددغه دستورالعمل په اساس،د لمانځه د اداکیدا په وخت د جماعت د امام او لمونځ ګوزارو فلم جوړول او په رسندویو کې ئې مستقیم خپرول منع اعلان شول .
هغه نور موردونه چې په دغې اعلامیې کې راغلي دي ،د جماعت د امامانو او موذِن له ضرورت پرته غیرحاضري نه کول او د روژتیانو د روژماتي د پروګرامونو لپاره د مالی مرستو نه غونډول هم پکې شامل دي .
ددغه دستورالعمل په اساس د روژتیانو افطارئ باید د جماعت د امام او موذن ترڅارنې لاندې او په مخصوصو ځایونو کې ترسره شي. په دغه دستور العمل کې همداراز راغلی دي،د تهجد او تراویح د مونځونو وختونه هم بایدداسې منظم شي چې د لمونځ ګوزار ورڅخه اذیت نشي.