صهیونیسټي رژیم د حلب پر نړیوال هوايي ډګر برید وکړ
(last modified Tue, 07 Mar 2023 03:03:54 GMT )
Mar 07, 2023 07:33 Asia/Kabul
  • صهیونیسټي رژیم د حلب پر نړیوال هوايي ډګر برید وکړ

د صهیونیسټي رژيم جنګي الوتکو په سوریې کښې د حلب نړیوال هوايي ډګر په نښه کړی دی

سانا خبري آژانس د یوې پوځي سرچینې په حواله خبر ورکړی چې تیره شپه ۷ منټه دپاسه ۲ بجې اسرائیلي دښمن د لاذقیه ولایت په لویدیځ کښې د مدیترانه سمندر له لورې د حلب په نړیوال هوايي ډګر باندې هوايي حمله وکړه.

دغې پوځي سرچینې په دې خبرې سره چې د حلب نړیوال هوايي میدان ته مادي تاوان رسیدلی دی، وویل: دمګړۍ د دغه هوايي ډګر فعالیتونه بند شوي دي.

المیادین چینل هم د حلب په نړیوال هوایي ډګر د صهیونیسټي رژیم د جنګي جیټونو د برید په تاییدولو سره رپورټ ورکړی چې د سوریې د پوځ دافع هوا، د دښمن له توغندیو سره مقابله کوي.

 

ټیګونه