جرمني ته د بنیامین نتن یاهوسفر نیمګړی پاتې شو
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i129664-جرمني_ته_د_بنیامین_نتن_یاهوسفر_نیمګړی_پاتې_شو
صهیونیسټي خبری رسندویو نن په دې باب وئيلي دي،برلین ته د نتن یاهو سفرپه مجدو سیمې کې د وروستۍ چاودنې په سبب نیمګړی پاتې شوی او ډيری پروګرامونه ئې  هم نیمه کاره پاتې شوي دي.
(last modified 2023-03-17T04:21:44+00:00 )
Mar 17, 2023 08:46 Asia/Kabul
  • جرمني ته د بنیامین نتن یاهوسفر نیمګړی پاتې شو

صهیونیسټي خبری رسندویو نن په دې باب وئيلي دي،برلین ته د نتن یاهو سفرپه مجدو سیمې کې د وروستۍ چاودنې په سبب نیمګړی پاتې شوی او ډيری پروګرامونه ئې  هم نیمه کاره پاتې شوي دي.

د فلسطین په نیواکي سیمو کې داخلی بحران لامل شوی څو صهیونیسټي لومړی وزیر نتن یاهو  جرمني ته خپل سفر نیمګړی پریږدي او تل ابیب ته بیرته وګرځي.

په همداوروستیو کې د نیواکي ټاټوبو په شمال او مجد سیمې کې چاودنه شوې چې د صهیونیسټي رژيم امنیتی سرچینو له خوا یوه خطرناکه امنیتی پيښه بلل شوې،دغه پیښه لامل شوې څو د صهیونیسټ رژيم لومړی وزیربنیامین نتن یاهو جرمني ته خپل سفر نیمګړی پریږدي او بیرته نیواکي ټاټوبو ته ستون شي.

د فلسطین د اطلاع رسونې ادارې  راپور ورکړیو صهیونیسټي خبری رسندویو نن په دې باب وئيلي دي،برلین ته د نتن یاهو سفرپه مجدو سیمې کې د وروستۍ چاودنې په سبب نیمګړی پاتې شوی او ډيری پروګرامونه ئې  هم نیمه کاره پاتې شوي دي.

د نیواکي فلسطین مختلفې سیمې په وروستیو میاشتو کې د صهیونیسټي رژيم په چاڼځایونو،پوځي  او پيټروکیمیکل او بس تم  ځایونو کې د ډيری اور لګیدنې پيښې او ددغه رژيم په بیخ بینائي تاسیساتو باندې دسایبیری حملې شوي دي.همداراز په وروستیو څو اونیو کې د نیواکي فلسطین د تل ابیب،حیفا، نیواکي قدس،بئر السبع،ریشون لتسیون او هرتزلیا پشمول  په لسګونو ښارونو کې د نتن یاهو دزوړپالې کابینې د مظاهرو صحنې دي.